Phone

پوښتنه: آیا د پیوست د خبرونو خپرونه زما د هوښیار موبایل سره سمون لری؟

ځواب: د پیوست د خبرونو خپرونه په ایفون مبایلونو کی د ۳ نسل او یا د هغی څخه نوی او په انډرایډ مبایلونو کی د ۴ نسل او یا د هغی څخه د نوی ماډلونو سره سمون لری. مونږ هڅه کوو چی د پیوست د خبرونو خپرونه لا پراخه د لاس رسی وړ وکرځو. که چیری ستاسو اوسنی مبایل دی خپرونی سره سمون نه لری، مهربانی وکړی په داوم دار ډول ددی پاڼی څخه لیدنه وکړی.

پوښتنه: آیا د پیوست د خبرونو د خپرونی څخه د استعمال لپاره زه باید حتمی د ۳ جی کڅوره فعاله ولرم؟

ځواب: نه- د وروستې خبرنو د لیدلو لپاره تاسو کولای شی د WIFI (بیسیم انټرنټ) له لاری په کور، دفتر او یا انټرنټ کافه کی له انټرنت سره ونښلۍ او همدا رنګه کولای شی د EDGE, GPRS, 3G/4G له لاری په خپل موبایل کی انټرنټ سره و نښلۍ. او پرته له دی تاسو کولای شی که انټرنټ ته لاس رسی هم و نه لرۍ د پیوست د ترلاسه شوی خپرونۍ خبرونه ولولۍ.

پوښتنه: آیا د پیوست د خبرونو څخه برخه مند کیدل وړیا دی؟

ځواب: هو- د پیوست د خبرونو څخه برخه مند کیدل په بشپړه توګه وړیا دی، ددی خپرونی د ترلاسه کولو او د خبرونو د لوستلو لپاره به په تاسو هیڅ کوم ډول مصرف نه راځی.

پوښتنه: زه ځینی وخت د پیوست په خبرونو کی ځینی اعلانات او تبلیغات وینم، داسی ولی ده؟

ځواب: مونږ ځینی وخت په خبرونو کی ځینی اعلانات او تبلیغات نشر ته سپارو چی هغه زمونږ د مرستندیو شرکتونو پوری اړه لری ترڅو وکولای شو د پیوست د خبرونو خپرونه تاسو ته وړیا پاتی شی او ترڅو د خپرونی د جوړښت مصرفونه هم خوندی وساتو.

پوښتنه: آیا زه نه شم کولای چی په ایټون او ګوګل پلی کی د افغان په نوم یو حساب چی د افغانستان د وسیدونکو لپاره ځانګړی شوی وی جوړ کړم؟ څنګه کولای شم د پیوست خبرونه په خپل موبایل کی ترلاسه او یا ډاونلوډ کړم؟

ځواب: په خواشینی سره د اوس لپاره ایټون او ګوګل پلی د افغانستان د وسیدونکو لپاره ځانګړی خدمتونه نه وړاندی کوی. مګر تاسو کولای شی د ایټون او ګوګل پلی د حساب د جوړولو په وخت کی د یو بل مملکت نوم د لست څخه وټاکي او د پیوست د خبرونو خپرونه ترلاسه او یا ډاونلوډ کړی.